ایکنانیوز - حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها له ماشوموالي ، د وحي په کور کې د خپل پلار بزرګوار حضرت محمد مصطفی(ص) په لارښونو سره د فضیلیت او علم او کمال مراتب ترلاسه کړي دي.
حضرت فاطمة الزهرا(ع) په ټولو اړخونو کې د نړۍ دمیرمنو بیلګه شمیرل کیږي او دهغې بزرګوارې د نیکمرغه زوکړې کلیزه د ایران په اسلامی جمهوریت کې د مور او میرن د ورځې په توګه نومول شوې او په دې ورخ د میرمنې په تیره بیا د مور د مقام ستاینه او قدرونه کیږي.
په دې مناسبت دایکنانیوز خبری آژانس درست کارکونکي د نړۍ د میرمنو د بیلګې حضرت فاطمة الزهراد نیکمرغه روکزې د کلیزې او د مور او میرمن د ورځې په مناسبت تاسو ټولو ته مبارکي وائي .